د بدخشان په تشکان ولسوالي کې او د بهارک ولسوالي او فیضاباد ښار پر لویې لارې دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وايي، پرون ماسپښین یوه کرولا ډوله موټر د دغه ولایت په ارغندکان سیمه کې له سړک نه اوښتی او رغړېدلی دی. د نوموړي په وینا، په دې ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. هغه وايي، د بدخشان د بهارک ولسوالي او فیضاباد ښار ترمنځ پر لویې لارې یوې کرولا له رېنجرې سره ټکر کړی چې له کبله یې لس کسان ټپیان شوي او د درېوو هغو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.