په خوست ولایت ولایت کې د روانې میاشتې تلې په ۲۴مه، د لومړي ځل لپاره د ګنجینه افغانستان په نوم ملي نندارتون جوړېږي. د ګنجینه افغانستان ملي نندارتون مسوول ویلي، چې په دغه ولایت ولایت کې د روانې تلې میاشتې له ۲۴ مې څخه تر ۲۶ مې نېټې پورې د لومړي ځل لپاره د ګنجینه افغانستان په نوم ملي نندارتون جوړېږي. نوموړی زیاته کړې، چې د یاد نندراتون موخه د هېواد د تورو الماسو، ګران بیه غميو، کرنېزو توکو، لبنیاتي طبیعي توکو او همدارنګه هنري تولېداتو ترڅنګ به په کې دیني او علمي کتابونه نندارې ته وړاندې شي.