د امریکا پخوانی ولسمشر او ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، اسراییل باید د تهران د وروستیو توغندیزو بریدونو په ځواب کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي. هغه دغه څرګندونې پرون په شمالي کارولینا کې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال کړې دي. په دې اړه بیا د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې ویلي و، که هغه د اسراییل پر ځای وای؛ نو د ایران د تېلو تاسیساتو پر ځای به یې بل ځای غوره کړی وای. د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، اسراییل ته یې څرګنده کړې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له بریدونو ملاتړ نه کوي. له بلې خوا اسراییل خبرداری ورکړی، چې که ایران د دوی د ځوابي برید په ځواب کې کوم اقدام وکړي؛ نو اسراییل به له اټومي وسلو کار واخلي.