د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې له وسلهوالو سره شخړه کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ نن په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده. د پوځ د اعلامیې لهمخې ډګرمن محمد علي شوکت چې له وسلهوالو په جګړه کې یې د پوځیانو مشري کوله تېره شپه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې له پنځو نورو سرتېرو سره وژل شوی دی. د پاکستان پوځ وايي، په جګړه کې ۶ وسلهوال هم وژل شوي او تر پېښې وروسته هلته د پلټنې عملیات پیل شوي دي. که څه هم د پوځ په اعلامیه کې د ژوبلو سرتېرو په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د شمالي وزیرستان انتظامیې او استخباراتي سرچینو ویلي چې، پهدې پېښه کې ۲۴ سرتېري ژوبل شوي هم دي.