د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم ) په خپل میاشتني راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه نږدې ۲۴۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. د مالو ماتو له مخې په یاد شمېر کې شاوخوا ۴۳ سلنه د ایران حکومت له لوري په زور را ایستل شوي او پاتې نور په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي. د راپور پر بنسټ، دا شمېر په روان کال کې له ایرانه د راستنو شویو کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی. ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هیوادونه دي، چې افغان کډوال تل پکې له ناوړه چلند او اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سر ټکوي. څو ورځې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلو وو چې، هېواد یې نور د افغانانو د منلو ظرفیت نهلري او د ناقانونه کډوالو ایستل د دغه هېواد له لومړیتوبونو دي.