په فاریاب ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو کې له امله درې تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپيان دي. د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الدین محمدي ویلي چې د قیصار ولسوالۍ په خان قروغ سیمه کې له سړک څخه د یوه فلانکوچ ډوله موټر د اوښتو له کبله دوه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. په بله پېښه کې د المار ولسوالۍ مرکز ته نږدې یو فلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې له امله یې یو ماشوم مړ او ۷ نور کسان ټپیان شوي دي. د دغو پېښو د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي. د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.