د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د وسلهوالو بریدونو پرمهال ۱۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. لومړی برید د یاد ایالت په کُرمه ولسوالي کې شوی چې پهکې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. له دغه برید وروسته د پاکستان پوځ د یادې مرګژوبلې په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي، خو یوې امنیتي سرچینې بیا رسنیو ته تایید کړې چې په وسلهوال برید کې یاد سرتېري وژل شوي او ټپیان دي. له دې برید پرته په شمالي وزیرستان کې هم د یوه وسلهوال برید پرمهال د یوه افسر په ګډون شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. برید د سرتېرو د موټرو پر کاروان شوی دی. د پاکستان پوځ په یاد برید کې د وسلهوالو د وژنې دعا هم کړې. یوې سرچینې بیا پاکستاني رسنیو ته تایید کړې چې دغه برید کې ۲۲ سرتېري ټپیان شوي هم دي. همداراز تېره ورځ شنبه هم د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې بم چاودنې له امله درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.