د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري د مرکز میدانښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نېم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس نیازمحمد عابد جوړې شوې غونډې ته وویل، له یادې مرستې څخه یې موخه د بېوزله بزګرانو لاسنیوی او د غنمو کرکېلې اصلاح کول دي. نوموړي له بزګرانو وغوښتل چې یاد اصلاح شوی تخم په خپلو کروندو وکري او د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو وروسته په دغه ولایت کې د خوړو خوندیتوب رامنځته شي. د میدان وردګو بزګران هم خوښ دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې.