د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان ویلي، په پام کې لري چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه به له دغه هیواد څخه تر دوو میلیونو پورې غیرقانوني کډوال خپلو هیوادونو ته ستانه کړي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې دغه ایراني چارواکي تیره اونۍ په تهران کې د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومني په مشرې یوې غونډې ته ویلي چې تراوسه ددغسې کډوالو نږدې ۷۵۰ زره یې له ایران څخه ایستل شوي دي. دغه ایراني چارواکي د کوم هیواد د وګړو نوم نه دی اخیستی، خو دمخه ایراني رسنیو ویلي و چې په دغه هیواد کې د بهرنیو وګړو د ټول شمیر ۹۰ سلنه یې افغانان دي.