د بامیانو په مرکز کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د انجینیرۍ برخې مسوول کاظم آرمان ویلي، چې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ ریاست په مالي ملاتړ د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې څلور لارې، څو ویالو، او د یوه نقاش د جوړولو چارې پیل شوې دي. تېره میاشت هم په دغه ولایت کې د یاد ریاست له لوري د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې بېلابېلې پروژې پلي شوي دي.