د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه ولایت کې پر ۳۰زره بزګرانو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه. د پکتيکا ولايت مقام په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسواليو کې پر ۳۰زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کيمياوي سره وېشلو لړۍ پيل شوې. خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تخم او سره د کرنې رياست سره د کليو بيارغونې او ناروې کمېټې له لوري وېشل کېږي. د خبرپاڼې له مخې، هر بزګر ته ۵۰ کيلو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کيلو توره سره او ۵۰ کيلو سپينه سره ورکول کېږي. د خبرپاڼې پر بنسټ، د ياد اصلاح شوی تخم به د بزګرانو په حاصلاتو کې زياتوالی راولي. دغه بهیر به په څو ورځو کې بشپړ شي.