د افغانستان ملي موزیم مسوولین وایي، چې نږدې ورځو کې به کابل کې د لرغونو اثارو یو نندارتون جوړ کړي. مسوولین وايي، چې په دغه نندارتون کې له بېلابېلو اسلامي دورو څخه شاوخوا ۵۰ ټوکه اثار نندارې ته وړاندې کېږي. د افغانستان د ملي موزیم د مسوولینو په وینا، د مرکز تر څنګ په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت لري او هڅه کوي، چې نور نندارتونونه هم جوړ کړي. په ملي موزیم کې دامهال زرګونه قلمه تاریخي او کلتوري توکي او وسایل ساتل کېږي، چې په بېلابېلو دورو پورې اړه لري.