په سپېدان ماڼۍ کې د سیاسي کمېسیون غونډه کې د هېواد د سرحدونو او بندرونو د امنیت په تړاو جوړه شوې ناسته کې د افغانستان او سیمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت، د سترو سیمه ییزو پروژو پر عملي کولو، د سرحدي سېمو او ټولنیز وضعیت سربېره ځېنو هېوادونو سره د سیاسي اړېکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال په مشرۍ ناسته کې ټینګار شوی، چې افغانستان د سرحدي سیمو او بندرونو د امنیت ټینګښت ته چمتو دی او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې چاته خطر پېښ شي. په دې ناسته کې د منځني ختیځ پر روان کړکېچ هم اندېښنه نښودل شوې ده.