د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې دغه ولایت کې پر ۱۴۹۰ بڼوالو د حاصلاتو د راټولولو اړوند اړین توکي وېشل شوې دي. د مرستو دغه لړۍ چې څه موده مخکې پیل شوې وه، د یاد ولایت پنجوايي او زېړۍ ولسوالیو کې پر ۳۰۹ بڼوالو د مرستو وېش سره، د مرستو ترلاسهکوونکو شمېر ۱۴۹۰ ته رسېدلی دی. د حاصلاتو د راټولولو دغه مرستې د کندهار اتو ولسوالیو شاوخوا دوه زره بڼوالو ته په پام کې نیول شوي چې تراوسه پر ۱۴۹۰ بڼوالو وېشل شوې دي. تر دې مهاله زېړۍ، نېش، ارغنداب، شاوليکوټ، میوند، غورک او خاکرېز بڼوالو ته ورکړل شوي او پاتې کېټونه به میوند ولسوالي بڼوالو ته ورکړل شي.