عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په غور، میدان وردګ، تخار، لوګر، نورستان، بادغیس او پنجشیر ولایتونو کې ۳۴ زره او ۱۸ جریبه ځمکه چې غصب شوې، له تثبیت او ارزونې وروسته بېرته مسترده شوې ده. خبرپاڼې زیاته کړې چې تېره میاشت کې تر ټولو زیاته را ګرځولې شوې ځمکه په میدان وردګ کې ده چې ۱۴ زره او ۷ سوه ۴۶ جریبه ځمکه پکې شامله ده. د عدلیې وزارت ویاند وايي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر دوام لري.