د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار پیل شو. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د دې پروژې د پرانېستي مراسمو کې ویلي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته یو ګام نور هم نږدې شي. نوموړي ویلي، سرپرست حکومت ټولو په ځانکړې ډول برېښنا سکټور برخه کې د پانګونې هرکلی کوي. دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالباري عمر ویلي، چې د سرپرست حکومت بیا واکمنېدو سره هره ورځ هېوادوالو ته د ابادۍ زېري ورکول کیږي په خبره یې، د برېښنا په برخه کې به نیمګړې پلان شوې پروژې هم پیل شي. د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا دغه پروژه د کابل سروبې ولسوالۍ کې د ۱۸.۲ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوه، چې تر راتلونکي یوه کال پورې به یې د رغولو چارې پشپړې شي.