د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د هېوادونو او ګاونډیو له خوا له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه کړې ده. نوموړی وايي، افغان کډوال د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له ګاونډيو هېوادونو يې غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ایستنې څخه لاس په سر شي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایي چې اوس په هېواد کې امنیت تأمین شوی او افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګوالو هر کلي ته چمتو دی. هغه دغه راز په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو، غواړي چې هېواد ته را ستانه شي او د هېواد په ودانولو کې له خپلو ظرفیتونو ګټه واخلي.