د پروان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه شبکه د یاد ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په ګنبد کلي کې د مالیې وزارت په مالي ملاتړ د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې د یادې شبکې په جوړېدو سره څه باندې ۲۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، او څه د پاسه سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.