د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له سفیرې سره کتلي او د افغان کډوالو پر وضعیت او مرستو را جلبولو یې ورسره خبرې کړې دي. د اروپایي ټولنې سفیرې ویلي، چې د کډوالو او نورو اړمنو د لاسنیوي په موخه د ملګرو ملتونو له مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره د ۱۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده. خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه کې دواړو خواو د ګډ میکانیزم رامنځته کولو په موخه د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.