د سرپل ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۱۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه کانال چې ۳۷۰ متره اوږدوالی، ۹۰ سانتي متره سور او ۷۰ سانتي متره لوړوالی لري، د (ایف اې او) موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي. سرچینې زیاته کړې، چې په سرپل کې د یاد کانال چارې پرون پيل شوې او د۷ میاشتو په مودهکې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ورته مهال د سرپل د سیندیزې حوزې مسوولینو بیا ویلي، چې د یاد کانال په جوړېدو سره ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي او سلګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.