د کرکټ نړیوالې شورا ( ای سي سي ) ویلي، په پام لري د یوه پلان لهمخې د ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي سیالۍ د پاکستان پرځای په بل هېواد کې ترسره کړي. ای سي سي وایي دوی اوس د چمپینز ټرافي د ټولو لوبو پر لېږد غور کوي. له دې وړاندې ایسيسي ویلي وو که چېرې هندی حکومت خپله د کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته له تګ منع کړي، نو هڅه به دا وي چې یادې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. سوېلي افریقا او سریلانکا هغه دوه نور هېوادونه دي چې د کرېکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي لپاره په پام کې نیولي دي. که څه هم ټاکل شوې چې چمپینز ټرافي د راتلونکي ۲۰۲۵م کال فبرورۍ پر ۱۹مه په لاهور، کراچۍ او راولپېنډۍ لوبغالو کې پیل او د مارچ پر ۹مه به پای ومومي، خو د کره ځای په اړه یې لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.