یو شمېر چینايي پانګهوالو ویلي، چې د مېس عینک د کان په لومړی برخه به له پنځه میلیارده ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي. د ارګ لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د مېس عینک کان د لومړني قراردادي شرکت رییس سونګ ون بینګ او ورسره مل پلاوي يې د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره د دغې پانګې په اړه خبرې کړي دي. نوموړي ویلي د مس عینک کان په لومړۍ برخه به له پنځو میلیاردو ډالرو زیاته پانګه وکړي او سیمې ته د غځېدلي سړک له جوړېدو وروسته تمه ده چې راروان کال د اړتیا وړ ماشینونه هم افغانستان ته را وارد کړي. د سونګ په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به درې زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره او یو شمېر کسان به د مسلکي زدهکړو لپاره چین ته هم ولېږدوي.