په افغانستان کې د ځمکني ترانسپورت وضعیت د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي. که څه هم په تېرو څو لسیزو کې ځینې محدود پرمختګونه ترسره شوي دي، خو اوسنی وضعیت جدي بیا کتنې او د معیاري کولو اړتیا لري. د افغانستان ځمکنی ترانسپورت د هېواد په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې حیاتي رول لوبوي، خو ترانسپورتي زیربېناوې په کافي ډول د نړیوالو معیارونو سره سمون نه خوري.
اوسني سړکونه، پلونه، او ترانسپورتي سیستمونه په زیاتېدونکي ډول زاړه شوي او د نویو اړتیاوو لپاره مناسب نه دي. د دې ترانسپورتي ستونزو له امله، افغانستان په ټوله سیمه کې له اقتصادي فرصتونو څخه په بشپړ ډول ګټه نه شي اخیستلی. په ځانګړې توګه د تجارتي او سیمه ییزو ترانسپورت سیسټمونو پراختیا به نه یوازې په کور دننه تجارت ته وده ورکړي، بلکې افغانستان به د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره یوه مهمه څلورلارې وګرځي.
خصوصي سکتور کولای شي په دې برخه کې کلیدي رول ولوبوي. ترانسپورتي پروژو کې د خصوصي سکتور پانګونه کولای شي د پرمختګ بهیر ګړندی کړي او د معیاري سیستمونو رامنځته کولو ته لاره هواره کړي. حکومت باید د پانګوالو لپاره داسې اسانتیاوې رامنځته کړي چې هغوی د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې پانګونې ته وهڅول شي. د بیلګې په توګه، د لویو سړکونو جوړول او د نویو ټرانسپورتي وسایلو پېرل به د خصوصي سکتور لپاره ګټور فرصتونه وي.
سربېره پر دې، د ترانسپورت نړیوال سټنډرډونه باید په پام کې ونیول شي. افغانستان کې ټرانسپورتي وسایط باید د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شي او د سړکونو په جوړولو کې باید د ټیکنالوژۍ او کیفیت نوې لارې چارې وکارول شي. د نړیوالو معیارونو مراعات کول به نه یوازې د سړکونو اوږد عمر تضمین کړي، بلکې د مسافرو او ټرانسپورتي وسایلو لپاره به هم خوندیتوب لوړ کړي.
د ترانسپورتي سیستم د پراختیا لپاره د نړیوالو تجربو څخه زده کړه هم یوه اساسي اړتیا ده. پرمختللي هېوادونه کولای شي د دې برخې پرمختګ لپاره مالي او تخنیکي مرسته وړاندې کړي. د نوو ټرانسپورتي تکنالوژیو کارول او د نړیوالو معیارونو په رڼا کې د سړکونو پراختیا به افغانستان کې د ترانسپورت پرمختګ ته نوې ساه ورکړي.
په دې سربېره، د ځمکني ترانسپورت ښه مدیریت او نظارت ته هم اړتیا ده. حکومت باید د ټرانسپورتي سیستمونو په څارنه او سمون کې فعاله برخه ولري، ترڅو د موجوده سړکونو او ترانسپورتي وسایلو ښه کیفیت وساتل شي. همدارنګه، د ترانسپورت لپاره ځانګړې پالیسۍ او قوانین باید د نړیوالو معیارونو پر بنسټ جوړ شي، ترڅو ټول ټرانسپورتي فعالیتونه منظم او خوندي وي.
په پای کې، د افغانستان سرپرست حکومت باید د خصوصي سکتور او نړیوالو همکاریو له لارې د ترانسپورتي زیربناوو په نوي کولو او معیاري کولو کې جدي ګامونه پورته کړي. دا به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، سیمه ییزې همکارۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره یو حیاتي ګام وي.