د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د درمل جوړولو یو المانی شرکت دې ته قانع کړي چې یوازې دوی ته واکسین جوړ کړي. د ویلټ ام زونټاک المانۍ مجلې د راپور له مخې، د «CUREVAC» په نامه یوه کمپنۍ چې د کرونا ویروس د مقابلې لپاره د یوه واکسین پر جوړولو کار کوي امریکا اوس هڅه پیل کړې چې دا شرکت دې ته قانع کړي څو یوازې دوی ته واکسین جوړ کړي او له همدې امله د المان او امریکا ترمنځ کشمکش رامنځته شوی دی. راپور کاږي ټرمپ د دې کمپنۍ الماني ساینس پوهانو ته په ډېره لوړه کچه د پیسو ورکولو وړاندیز کړی دی څو دا واکسین یوازې د دوی لپاره جوړ کړي خو یادې کمپنۍ بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټکنالوژۍ احتمالي خرڅول رد کړي دي.