د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې سږ کال د پیازو په کښت کې ۵ سلنه او حاصلاتو کې یې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو مدیر ولي آمرخېل وايي چې تېر کال په بغلان کې پر ۳ زره ۳۲۹ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي وو، چې ۱۲۷ زره ۹۷۴ مټریک ټنه پیاز ترې ترلاسه شوي وو او سږ کال پر ۳ زره ۴۷۰ هکټاره ځمکه کې پیاز کرل شوي وو، چې ۱۴۵ زره ۷۴۰ مټریک ټنه حاصل ترې تر لاسه شوی او دغه شمېرې ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د یاد ریاست مسوولین وایي، چې تر اوسه په دې ولایت کی ۳۵۰ د پيازو لوی او کوچني زېرمتونونه جوړ شوي، تر څو کروندګر پياز زېرمه او په مناسب وخت کې يې بازار ته وړاندې کړي.