د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې په کابل کې د امام ابو حنیفه له درېیم ملي او نړیوال نندارتون څخه۷۰۰زره کسانو لیدنه کړې ده . په یاد نندارتون کې چې پرون پایته ورسېد د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ ۱۰۰ تړونونه او همدارنګه د کورنیو سوداګرو ترمنځ د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۳۲۴ تړونونه لاسلیک شوي دي. په دغه نندارتون له ۷۰۰ غرفو څخه ۱۳۰ هغه د ښځو لپاره ځانګړې شوې وې او د دې ترڅنګ پکې سلګونه ایراني شرکتونو هم خپل تولیدات پلورلي دي. د امام ابو حنیفه نندرتون د پای په مراسمو کې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال هم ګډون کړی و، هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغان سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې شته ننګونې له مخې لېرې کړي، څو له نړۍ سره د افغانستان سوداګري نوره هم پراخه شي.