د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په کابل کې د امام ابو حنیفه د اونیز نندارتون د پای ته رسېدو په مراسمو کې یو ځل بیا ګاونډیو او همدا راز د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. نوموړي د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغان سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې شته ننګونې له مخې لرې کړي، څو له نړۍ سره د افغانستان سوداګري نوره پراخه شي.