د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د څلورو کلونو په موده کې یې د مرستندویه ادارو په همکارۍ په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته نږدې سل زرو ماشومانو درمنله یې کړې. د یاد سازمان له لوري په خپره شوې ویډیو کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د ۹۶ زره ۷۵۳ تنو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه په ۱۱۲ مرکزونو کې کړې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د یادو ماشومانو درمنله یې د اېکو مرستندویه ادارې په مرسته کړې. د پروګرام له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې اېکو مرستندویه ادارې د ماشومانو د درملنې په موخه، د ځانګړو کېټونو او تجهیزاتو چمتو کولو ترڅنګ، د ماشومانو د ځانګړو خوړو، درملو، د شېدو چمتو کولو کېټونه او نورو توکو په برخه کې ورسره همکاري کړې ده.