د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست د قطر سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو غوښتي چې بې سرپرستو او یتیمو ماشومانو سره د مرستو سربېره له افغانستان سره د پاکو اوبو د څاګانو کېندلو په برخه کې هم مرستې وکړي. افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهاب الدین دلاور دغه خبرې افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مسوول حسین یونس سره کتنه کې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي چې دلاور د قطر د سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو سره افغانستان کې د دغې ټولنې له لوري د لسو روغتیایي مرکزونو د بیارغونې په اړه کتلي دي.