د ځوانانو اسیا جام کرکټ سیالۍ سبا ورځ په عمان کې پیلیږي. په دغو سیالیو کې د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه سبا ماښام ۶ نیمې بجې له سریلانکا لوبډلې سره ترسره کوي. افغان لوبډله به د اکتوبر په ۲۰ مه خپله دویمه لوبه له بنګله دېش الف لوبډلې او درېمه به په ۲۲مه نېټه له هانکانګ لوبډلې سره ترسره کړي. د یادولو وړ ده، چې د دې سیالیو نیمه پایلوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۵مه او پایلوبه یې په ۲۷مه ترسره کیږي.