د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوو میلیاردو او ۱۹۴ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده. د چارواکو په خبر افغانستان ایران ته په یاده موده کې د ۳۸ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي. د یاد وزارت ویاند دغه راز ویلي، چې له افغانستان څخه ایران ته په صادراتي عمده توکو کې کانونو ډبرې، ممیز، د څښاک مختلف توکي او د کنجدو دانې شاملي دي او له ایران څخه افغانستان ته په وارداتي توکو کې ډیزل، پټرول، فابریکو خام مواد او اوبلن ګاز شامل دي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي و، چې د تیر ۲۰۲۳ کال پرتله سږکال د افغانستان واردات زیات شوي دي.