د امریکا سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې بایډن د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي سره د ټیلفوني خبرو پر مهال ژمنه کړې، چې د جمهوري ریاست د اوسنۍ دورې تر پایه به له اوکراین سره نورې پوځي مرستې هم وکړي. امریکایي چارواکي وایي جوبایډن اوکراین ته د ۴۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې مرسته ځانګړې کړې ده. له اوکراین سره د واشنګټن په نوې مرسته کې دافع هوا، زغروال موټر او یو شمېر نور مهم پوځي وسایل شامل دي. د اوکراین ولسمشر پر روسیې د بريا ترلاسه کولو په اړه د خپل پلان په باره کې جو بایډن ته معلومات ورکړل او دواړو لورو موافقه وکړه چې خپلو ټیمونو ته به دنده وسپاري چې د راتلونکو ګامونو لپاره نورې سلامشورې وکړي.