د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د سیستان او بلوچستان په کلګان سیمه کې د ایراني پوله ساتو له لوري د افغان کډوالو د ډله ییزې وژنې په تړاو پر راپورونو اندېښنه څرګنده کړې ده. رینا امیري دغه برخه کې د رڼې او هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده. خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وايي، د یادې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی چې، مشري یې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال کوي ټاکلی او د پېښې له کره څېړلو وروسته به یې پایلې له ريیس الوزراء سره شریکې کړي.