د بنګله دېش د نړۍوالو جرمونو محکمې د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د نیولو فرمان صادر کړ. د بنګله دېش لومړۍ وزیرې، شیخ حسینې د دندو په قانون کې د بدلونونو په غبرګون کې تر سختو لاریونونو وروسته خپله دنده پرېښوده او هند ته لاړه. رویټرز راپور ورکړی چې دغې محکمې د هر اړخیزې پلټنې په موخه د شیخ حسینې سربېره د ۵۰ نورو کسانو د نیولو فرمان هم صادر کړی دی.