په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په کراچۍ ښار کې د ماچکو له پولیسو حوزې د ۱۵تنو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. دغه سفارت پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه کډوال تېره ورځ له ماچکو حوزې خوشې شوي دي. په خوشې شویو کسانو کې شپږ تنه یې ځوانان او پاتې نهه تنه یې ماشومان دي. افغان سفارت ویلي، چې د دغو خوشې شویو کسانو له ډلې لس تنو یې د کډوالۍ کارتونه هم لرل؛ خو د پاتې پنځو کسانو سره یې هیڅ ډول قانوني اسناد نه ول. سفارت وړاندې لیکلي، مخکې له دې چې دغه کډوال زندان ته واستول شي د جنرال کونسل په هڅو خوشې شوي او بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.