د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر بامیانو ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو په ځانګړي ډول د کچالو د پروسس او بسته بندۍ لپاره د یوه ځانګړي سوداګریز مرکز جوړولو خبر ورکوي. د دغه سوداګریز مرکز جوړولو موخه د کرنیزو حاصلاتو کیفیت لوړول، د سوداګرو غوښتنو سره سم د حاصلاتو بسته بندي کول او له هېواده د باندې د بامیانو کچالو صادرول دي. خو د دغه ولایت ځينې کروندګر وايي، وروستي ورښتونو، د هوا سړېدل او د زېرمو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډيری اوسېدونکي د کچالو کرلو له لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي. خو ځينې کروندګر وايي، تر دامهال د کچالو حاصلاتو پلور لپاره مناسب بازار نشته.