د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۶ میلیونه کیلو ګرامه تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادره کړې ده. د دغه وزارت مسوولین وايي، په دې میوو کې تر ډېره انګور، زردالو، مڼې، انځر، الو او توتان نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. یو شمېر سوداګر وايي، له هېواد څخه بېرون د تازه میوو د صادراتو زیاتوالي لپاره اړتیا ده، چې په بهر کې بدیل بازارونه پيدا شي. له بل لوري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې روان کال کې د تازه میوو په حاصلاتو کې له ۵ تر ۲۰ سلنې زیاتوالی راغلی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال په شپږو میاشتو کې له نورو هېوادونو سره تر پنځه میلیارده ډالرو څخه ډېره راکړه ورکړه شوې، چې له دې منځه یې ۷۰۰ میلیونه ډالره صادرات دي.