د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې یوې ښځې د لاسي صنایعو د یوې کارخونې په جوړولو سره شاوخوا ۵۰ نورو ښځو ته کاري زمینه برابره کړې ده. په یاده کارخونه کې مېرمنې د غالیو ابدلو، خیاطۍ، دسترخوانونو اوبدلو، لاسي غاړو او ګلدوزۍ برخه کې په کار بوختې دي. په دغه کارخونې کې له زده کړو پاتې نجونې او بې سرپرسته مېرمنې په کار بوختې دي. دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي. په ورته مهال د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي، د مېرمنو له دغه ډول فعالیتونو څخه ملاتړ کوي. د دغه ریاست د معلوماتو پر بنسټ دامهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له زرو زیاتې مېرمنې په سوداګریزو چارو بوختې دي.