پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د تېر کال پر تله د روان کال په سپټمبر میاشت کې ۹۴ سلنې او د تېرې میاشتې پر تله ۴۴ سلنې زیاتوالی راغلی دی. د راپور لهمخې، پاکستان سپټمبر میاشت کې افغانستان ته د ۱۲.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او دغه شمېرې د تېر کال سپټمبر میاشت کې ۶.۶ میلیونه ډالره وې. په پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزې اړيکي زیاتره وخت د سياسي اړيکو د ترينګلتيا ښکار کېږي.