د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د روغتيا ملي ادارې لوی لابراتوار د ۲ نورو ماشومانو په وينه کې د پوليو ويروس تائید کړی دی. له دې ۲ نويو پېښو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تراوسه ۳۹ ته رسېدلی دی، چې ۲۰ يې په بلوچستان ايالت، ۱۲ يې په سيند ايالت، پنځه يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده. دا په داسې حال کې چې دا مهال په نړۍ کې افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.