د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د سوالګرو را ټولولو کمېټې په تېرو ۲ کلونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول کړي دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ د راټول کړل شویو سوالګرو له جملې څخه یې ۲۷ زره ۷۱۵ تنه مستحق پېژندل شوي، ۳۱ زره ۱۲۶ کسان يې حرفوي سوالګر دي او پاتې نور یې بې سرپرسته ماشومان او په نشه يي توکو روږدي کسان دي. سرچینې زیاته کړې، چې دغه شمېر سوالګر تر ډېره په پلازمېنه کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې راټول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې په راټول کړل شویو سوالګرو کې ۵۸ زره ۸۴۱ يې له کابل، ۱۲۲۷ یې له ننګرهار، ۱۰۷۱ یې له هرات او پاتي نور یې د پکتیا، لغمان، پروان، خوست، نیمروز، فاریاب او سمنګان له ولایتونو څخه دي.