د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکب ریچاډ بېنټ پرون کاناډا ته په شپږ ورځني سفر تللی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې نوموړی به په دغه سفر کې له کاناډایي چارواکو سره د افغانستان د بشري ناورین په تړاو د خبرو کولو او د افغانانو د بشري حقونو د دفاع لپاره د کاناډا د همکارۍ د لارو چارو د موندلو لپاره د کاناډا اتاوا او ټورنټو ښارونو ته لاړ شي. بېنټ به په دغه سفر کې د حقونو له مدافعانو، افغان پناه غوښتونکو، خبریالانو او د مدني ټولنو له استازو سره خبرې اترې وکړي.