د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس وايي، اوسمهال په هېواد کې نږدې یو نیم مېلیون زدهکوونکې په خصوصي لېسو، منځنۍ او لومړنۍ ښوونځیو کې پر زدهکړو بوخت دي. د دغې ټولنې رییس عظیم میدانوال زیاتوي، له دې ډلې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ زرو پورې يې زدهکوونکې نجونې دي. ورته مهال، د خصوصي ښوونځیو یو شمېر زدهکوونکي وايي، په دغو ښوونځیو کې په ښه ډول زدهکړې کوي او ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي. ځیني ښوونکي ټینګار کوي چې، د دولتي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي سکټور هم د زدهکوونکو لپاره د زدهکړو ښه زمینه برابره کړې ده. دوی له سرپرست حکومته غواړي چې، د خصوصي سکټور لا ډېر ملاتړ وکړي. اوسمهال په ټول هېواد کې ۳۵۰۰ خصوصي لېسې، منځنۍ او لومړنۍ ښوونځي شتون لري چې، زدهکوونکو پهکې زدهکړې کوي.