پاکستاني رسنۍ وایي چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې شاوخوا ۱۰۸ کسان د ډینګي تبې په ناروغۍ اخته شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په تېرو دوو ورځو کې د راولپنډۍ ښار بېلابېلو روغتونونو ته د ډینګي تبې ۷۰۶ کسان ورغلي، چې له ډلې یې د ۱۰۸ کسان ټېسټ مثبت و. د راولپنډۍ د یوه روغتون ډاکټرانو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه په دغه ښار کې ۳زره ۲۰۳ تنه د ډینګي تبې په ناروغۍ اخته شوي چې پنځه تنه یې مړه شوي دي. د ډینګي تبه یوه ویروسي ناروغي ده، چې د ډینګي پر ویروس ککړو میاشو له لارې انسان ته لیږدول کېږي.