د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون په یوه ګډ خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو او امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه شوې ده. سره صلیب او یاد نړیوال فدراسیون اندېښنه ښودلې سره، چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۳ میلیونه او ۲۰۰زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸۴۰زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. د راپور له مخې، د دې ماشومانو او میندو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې ده. د افغاني سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون هم ویلي چې په دې برخه کې روغتیایي مرکزونو ته د مرستو لپاره د عاجلو اقداماتو په هڅه کې دي.