د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په تېرو میاشتو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه کمه شوې، خو بیا هم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. درې میاشتې یو ډالر له ۷۰ تر ۷۲ افغانیو تبادله کېده، خو د یوې بوجۍ اوړو بیه له ۱۴۵۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو، د یو لېټر غوړیو بیه ۹۵ افغانیو او د یوه لېټر ډيزلو بیه ۶۰ افغانۍ وه. اوس مهال یو ډالر په ۶۵ افغانیو او ۵۰ پوله تبادله کېږي، خو د یوې بوجۍ اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د یوه لېټر غوړیو ۱۱۰ افغانۍ او د یوه لېټر ډيزلو بیه ۶۲ افغانیو ته رسېدلې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې له پاکستان سره په سوداګرۍ کې ستونزې او له دغه هېواده، د وارداتو کمښت د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو او سون توکو بیې لوړې شي. بل پلو د افغانستان بانک وايي، چې د هېواد د پيسو بازارونه څاري او د بیو او د اسعارو د نرخ د ثبات لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.