کرملین ویلي، ټاکل شوې چې ویلادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د اوکراین جګړې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره خبرې وکړي. ګوترېش له تېرو دوو کلونو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی، د لومړي ځل لپاره روسیې ته ځي. د پوتین او ګوترېش دا لیدنه به د تاتارستان په پلازمېنه قازان کې وشي چې د بریکس سازمان د غړیو هېوادونو مشران د غونډې لپاره راټولیږي. سره له دې چې ملګرو ملتونو لا د روسیې د مشر سره د ګوترېش لیدنه نه ده تایید کړې خو د ویاند مرستیال یې، فرحان حق په نیویارک کې خبریالانو ته یوازې همدومره ویلي، چې هغه به بله اونۍ قازان ته ولاړ شي او دا یې هم ویلي، چې د سفر په اړه جزیات به يې وروسته خپاره شي. کرملین بیا ویلي چې پوتین او ګوترېش به د ملګرو ملتونو فعالیتونو تر څنګ په منځني ختیځ کې د کړکېچ او اوکراین وضعیت تر څنګ په نړیوالو موضوعاتو وغږیږي.