د لوګر د ترافیکو مدیریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او محمداغې ولسوالي سیمو کې د کابل-لوګر عمومي لارې په اړوند سیمه کې د لوړ سرعت موټرو کنټرول پيل شو. د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت مطبوعاتي مسوول ګل محمد همت ویلي، په دې ورستیو کې د کابل-لوګر پر لویه لاره ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې وې او لامل هم د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی تګ ښودل شوی دی. همت زیاته کړه، هغه موټر چلوونکي چې له ټاکلي سرعت څخه ګړندی تګ وکړي، موټر چلوونکي قانوني عمر او لېسنس ونه لري قانون ته سپارل کیږي. په دې ورستیو کې د کابل-لوګر په لویو لار ترافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې وې او لامل یې هم د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې ده.