د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د خوست د امنیې قومندانۍ او قومي مشرانو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ ۸۰ کلنه مرګونې دښمنۍ په ورورولۍ او دوستي بدله شوه. سرچېنې زیاته کړې، ښکېلو خواوو د سرپرست حکومت مسوولینو په ترسره شوې پرېکړه خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی ته یې د راتلونکي احتمالي زیان اوښتو مخنیوی کړی دی. د یادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد د کورنیو جګړو او خپلمنځي شخړو مخنیوي په موخه په ګڼ شمېر ولایتونو کې سلګونه دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.