د چين ولسمشر شي جين پينګ د روسیې په کازان ښار کې له خپل روسي سیال ولاديمير پوتين سره لیدلي. شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چين او روسيه دې هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ژورې کړي، د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان په څېر څواړخيزو چوکاټونو کې دې تبادلې او همغږۍ زياتې کړي او د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړیوال سيسټم، ثبات او عدالت دې وساتي. په دغه کتنه کې پوتين ويلي، روسیه به له چين سره خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د بيا سمسورتيا لپاره به هڅې وکړي. پوتين زیاته کړې، راتلونکی کال به د دوهم نړيوال جنګ د پای ته رسېدو له ۸۰مې کليزې سره برابر وي او روسیه د همدغه کال په درشل کې غواړي، له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ زیات کړي او په نړيوالو چارو کې ورسره ستراتيژيکې تبادلې او همکارۍ او نړيوال عدالت او ستراتيژيک ثبات خوندي وساتي